Surah 113 of 114
سُوْرَةُ الْفَلَقِ
Al-Falaq
The Dawn
1
(اى نبي) ته ووایه: زه په رب د سبا پورې پناه نيسم
2
د هر هغه شي له شر نه چې ده پیدا كړى دى
3
او د تیارې شپې له شر نه كله چې تكه توره (او خوره) شي
4
او له شره د هغو (جادوګرو) ښځو چې په غوټو كې پوكي وهونكې دي
5
او د حسد كوونكي له شر نه كله چی دى حسد (شروع او ښكاره) كړي